پنځو ولایتونو کې د راستنېدونکو لپاره ۲۳ زره جریبه امارتي ځمکه ځانګړې شوې

کابل ټکی کام (پنجشنبه، ۵ وږی، ۱۴۰۵ل)

د اسلامي امارت د زعیم شیخ الحدیث هبة اللّٰه اخندزاده له لوري د پنځو جلا حکمونو له مخې، په ننګرهار، هلمند، نیمروز، فراه او غور ولایتونو کې ټولټال ۲۳ زره ۶۳۶ اعشاریه ۳۹ جریبه امارتي ځمکه د راستنېدونکو مهاجرینو د دایمي مېشتېدنې او ښارګوټو جوړولو لپاره ځانګړې او انتقال شوې ده.

د کور او ښار جوړولو وزارت وايي، دغه ځمکه به د ټاکل شویو اصولو له مخې پر راستنېدونکو ووېشل شي.

د وزارت د معلوماتو له مخې، په هلمند کې ۱۰ زره، نیمروز کې ۸ زره، غور کې ۷۰۶ اعشاریه ۳۹، ننګرهار کې ۱۰۰۶ او فراه کې ۳۴۳۰ جریبه ځمکه ځانګړې شوې ده.

وزارت وايي، په دغو ساحو کې به د سړکونو، ښوونیزو او روغتیايي مرکزونو، شنو ساحو او نورو ښاري اسانتیاوو په پام کې نیولو سره منظم استوګنیز ښارګوټي جوړ شي.

مربوطه مطالب

Back to top button