په درې ولايتونو کې د ۲۰۸ میلیونه افغانیو په لګښت درې عمومي CHC روغتونونه جوړېږي

کابل ټکی کام (پنجشنبه، ۵ وږی، ۱۴۰۵ل)
اقتصادي معاونیت وايي، د تدارکاتو کمېسیون په وروستۍ ناسته کې د درېیو عمومي CHC روغتونونو د جوړولو پروژې منظورې کړې دي.
د معلوماتو له مخې، دغه روغتونونه د میدان وردګو په چک، د بدخشان په شغنان او د کندز په قلعهزال ولسوالیو کې جوړېږي.
اقتصادي معاونیت زیاتوي، د دغه درېیو روغتونونو د جوړولو ټولیز لګښت ۲۰۸ میلیونه افغانۍ دی چې د افغانستان اسلامي امارت له بودیجې څخه تمویلېږي.



