ایران: د امریکا نوي بندیزونه «دولتي او اقتصادي ترهګري» ده

کابل ټکی کام (پنجشنبه، ۵ وږی، ۱۴۰۵ل)
د ایران د بهرنیو چارو وزیر عباس عراقچي د امریکا تازه بندیزونه «دولتي او اقتصادي ترهګري» بللي او د ملګرو ملتونو له عمومي منشي، امنیت شورا او غړو هېوادونو یې غوښتي چې دغه اقدامات وغندي.
عراقچي ویلي، امریکا د جګړې او د نورو هېوادونو د ملاتړ په ترلاسه کولو کې له ناکامۍ وروسته هڅه کوي له ایران سره د نورو هېوادونو قانوني اقتصادي اړیکې پرې کړي.
نوموړي په یوه لیک کې ادعا کړې چې د امریکا بندیزونه پر ملکي وګړو اغېز کوي او د خوړو، درملو، طبي وسایلو، انرژۍ او نورو اساسي اړتیاوو ته د خلکو لاسرسی محدودوي.
عراقچي له ملګرو ملتونو او غړو هېوادونو غوښتي چې د امریکا یو اړخیز او ثانوي بندیزونه رد کړي او له پلي کولو یې ډډه وکړي، او له واشنګټنه یې د ایران پر وړاندې د اقتصادي فشارونو د پای ته رسولو غوښتنه کړې ده.



