لاوروف: برېتانیا د اوکراین په جګړه کې د روسیې ضد رول لوبوي

کابل ټکی کام (شنبه، ۷ وږی، ۱۴۰۵ل)
د روسیې د بهرنیو چارو وزیر “سرګي لاوروف” برېتانیا تورنه کړې چې د اوکراین په جګړه کې تر ټولو منفي رول لوبوي او له اوږدې مودې راهیسې د روسیې پر ضد تګلاره تعقیبوي.
لاوروف ویلي، د برېتانیا چلند له روسیې سره د دغه هېواد د اوږدمهالو سیاستونو دوام دی او لندن د اوکراین د جګړې په تړاو منفي دریځ غوره کړی دی.
نوموړي دغه راز د اوکراین ولسمشر “زېلینسکي” تورن کړی چې د روسیې پر نفتو چاڼ‌خونو، بازارونو او نورو اقتصادي تاسیساتو د بریدونو له لارې د روسیې ټولنې د بې‌ثباته کولو هڅه کوي.
د راپورونو له مخې، په وروستیو میاشتو کې روسیې او اوکراین د یو بل پر لوژستیکي مرکزونو او د انرژۍ پر تاسیساتو بریدونه زیات کړي دي.

مربوطه مطالب

Back to top button