د افغانستان او مالیزیا ترمنځ د دفاعي همکاریو پر پراختیا خبرې شوي

کابل ټکی کام (شنبه، ۷ وږی، ۱۴۰۵ل)
په مالیزیا کې د افغانستان سفارت وايي، د بهرنیو چارو وزارت د لومړي سیاسي ریاست رییس شعیب بریالي او په مالیزیا کې د افغانستان سفارت سرپرست نقیبالله احمدي د دغه هېواد د دفاع وزارت له سکرتر جنرال سره لیدلي دي.
د سفارت په وینا، په دې کتنه کې د افغانستان او مالیزیا د اړیکو د وروستیو پرمختګونو ترڅنګ، د دواړو هېوادونو د دفاع وزارتونو ترمنځ د روزنیزو او تخنیکي همکاریو پر پراختیا خبرې شوې دي. دواړو لورو د ګډو ګټو پر بنسټ د کابل او کوالالمپور ترمنځ د اړیکو پر لا پیاوړتیا هم ټینګار کړی دی.


