ولسمشر اردوغان: اسلامي نړۍ باید د خپلو حقونو لپاره متحده شي

کابل ټکی کام (شنبه، ۷ وږی، ۱۴۰۵ل)
د ترکیې ولسمشر “رجب طیب اردوغان: د اسلامي هېوادونو ترمنځ یووالي غوښتنه کړې او ویلي یې دي چې مسلمانان باید د دیوال د خښتو په څېر یو موټی شي.
ولسمشر اردوغان ټینګار کړی، چې د اسلامي هېوادونو یووالی باید یوازې د خپلو حقونو د دفاع لپاره نه، بلکې په سیمه کې د سولې او امنیت د ټینګښت لپاره هم وکارول شي.
نوموړي صهیونیستي ریژیم د سیمهییزې سولې او بشري ارزښتونو پر وړاندې ګواښ بللی او د اسلامي نړۍ پر هېوادونو یې د ګډ دریځ پر پیاوړتیا ټینګار کړی دی.


