ټولګټو وزارت: د زمري میاشت کې د اوسپنې پټلۍ له لارې ۷۰۴ زره ټنه انتقالات شوي

کابل ټکی کام (شنبه، ۷ وږی، ۱۴۰۵ل)

د ټولګټو وزارت ویاند محمد اشرف حق‌شناس وايي، د ۱۴۰۵ لمریز کال د زمري میاشتې له پیل څخه تر پایه د هېواد د اوسپنې پټلۍ له لارې ۷۰۴ زره او ۳۰۰ مټریک ټنه نفتي، غیرنفتي او نور مواد انتقال شوي دي.

د وزارت د معلوماتو له مخې، له دې ډلې ۴۶۴ زره او ۷۶۷ ټنه د حیرتان، ۳۹ زره او ۸۳۱ ټنه د آقینې، ۶۲ زره او ۱۵ ټنه د تورغونډۍ او ۱۳۷ زره او ۶۸۷ ټنه د خواف ـ هرات اوسپنې پټلۍ له لارې انتقال شوي دي.

وزارت وايي، د صادراتو او انتقالاتو د کچې زیاتوالی د کاري فرصتونو، ملي عوایدو او اقتصادي ودې په زیاتېدو کې مهم رول لري.

مربوطه مطالب

Back to top button