مهاجرينو کمېسیون: تېره ورځ ۴۳۹ کورنۍ هېواد ته راستنې او اړينې مرستې ورسره وشوې

کابل ټکی کام (شنبه، ۷ وږی، ۱۴۰۵ل)
د مهاجرینو ستونزو ته د رسېدنې عالي کمېسیون دارالانشاء وايي، تېره ورځ د تورخم، سپین بولدک، ورېښمو پل او اسلام کلا له لارو ۴۳۹ کورنۍ، چې ۲۰۷۱ غړي یې لرل، هېواد ته راستنې او ثبت شوې دي. همداراز له بېلابېلو لارو ۱۰۱۷ تنه مسافر هم افغانستان ته راستانه شوي دي.
د کمېسیون د ورځني راپور له مخې، له راستنېدونکو ۳۶۸ کورنۍ، چې ۲۵۲۷ غړي یې لرل، خپلو اصلي ولایتونو ته لېږدول شوې او د ترانسپورټ لپاره یې شاوخوا ۱.۹ میلیونه افغانۍ کرایه ورکړل شوې ده. همداراز له ۴۴۵ کورنیو سره ټولټال ۳.۸ میلیونه افغانۍ مالي مرسته شوې ده.
راپور زیاتوي چې راستنېدونکو مهاجرینو ته روغتیايي، خوراکي، مخابراتي او عامه پوهاوي خدمات هم وړاندې شوي، چې په ترڅ کې یې ۳۶۳ سیمکارتونه له فعالو بستو سره وېشل شوي او په نیمروز کې ۱۳ تنه تداوي شوي دي.



