کابل له واشنګټن سره د د یپلوماتیکو اړیکو د بیا پیل غوښتونکی دی

کابل ټکی کام (شنبه، ۷ وږی، ۱۴۰۵ل)
د اسلامي امارت ویاند “ذبیحالله مجاهد” وايي، چې له امریکا سره د سیمې د نورو هېوادونو په څېر د عادي او رغنده اړیکو غوښتونکي دي.
مجاهد له یوې هندي رسنۍ سره په مرکه کې ویلي، اسلامي امارت غواړي د کابل او واشنګټن ترمنځ د جګړې د دورې سیاستونه بدل شي او پر ځای یې پر.متقابل احترام د ولاړو اړیکو نوی پړاو پیل شي.
د اسلامي امارت ویاند زیاته کړې، کابل غواړي په افغانستان کې د امریکا سفارت او په واشنګټن کې د افغانستان ډیپلوماتیکه استازولۍ بېرته فعاله شي، څو د دواړو هېوادونو ترمنځ عادي ډیپلوماټیکې اړیکې ټینګې شي.
نوموړي ټینګار کړی چې اسلامي امارت له واشنګټن سره د اړیکو عادي کولو او د متقابل تعامل لپاره چمتووالی لري.
مجاهد ویلي، د افغانستان بهرنۍ تګلاره د ټولو هېوادونو سره د متقابل درناوي، ګډو ګټو او رغنده تعامل پر بنسټ د اړیکو پراختیا ته لومړیتوب ورکوي.



