شیخ نعیم قاسم: سیمه کې د مقاومت محور ډلې د ایران ترڅنګ ولاړې دي

کابل ټکی کام (شنبه، ۷ وږی، ۱۴۰۵ل)
د لبنان د حزبالله اسلامي غورځنګ مشر “شیخ نعیم قاسم” وايي چې په فلسطین، لبنان، عراق، یمن او د سیمې په نورو برخو کې د «مقاومت محور» په نوم یادېدونکې ډلې د ایران ترڅنګ ولاړې دي.
شیخ قاسم ویلي، چې پر دغو ډلو پوځي، اقتصادي او تبلیغاتي فشارونه به مطلوبه پایله ونه لري.
نوموړي دا څرګندونې د بیروت په جنوبي څنډه کې یوې غونډې ته کړې دي. هغه همداراز له عربي-اسلامي هېوادونو او ولسونو غوښتي چې د سیمې د روانو شخړو پر وړاندې نندارچیان پاتې نه شي او د یووالي لپاره هڅې وکړي.



