د مریم نواز او چینایي چارواکي د روغبړ ویډیو بحثونه راپارولي

کابل ټکی کام (شنبه، ۷ وږی، ۱۴۰۵ل)
د پاکستان د پنجاب ایالت د اعلی وزیرې “مریم نواز” لخوا چینايي چارواکي سره د روغبړ ویډیو ټولنیزو رسنیو کې له توندو غبرګونونو سره مخ شوې ده.

په خپره شوې ویډیو کې ښکاري چې مریم نواز د یو شمېر پوځي او ملکي پاکستاني چارواکو له مخې د تېرېدو پر مهال له هغوی سره روغبړ نه کوي، خو کله چې یوه چینايي چارواکي ته رسېږي، ورته لاس ورکوي او د لنډ وخت لپاره ورسره خبرې کوي.

د ویډیو له خپرېدو وروسته یو شمېر کاروونکو د مریم نواز پر چلند نیوکه کړې او پوښتنه یې کړې چې که نوموړې له نامحرمو نارینه‌وو سره د واټن ساتلو ته لومړیتوب ورکوي، نو له چینايي چارواکي سره یې ولې لاس ورکړی؟

مریم نواز د اګست په ۲۶مه د چین په شینجیانګ کې د چین د کمونېست ګوند د شینجیانګ څانګې له منشي “هې ژونګ‌یو” سره لیدلي او د پنجاب او شینجیانګ ترمنځ یې د اقتصادي همکاریو د پیاوړتیا په اړه خبرې کړې دي.

مربوطه مطالب

Back to top button