ذ. مجاهد: د افغانستان او پاکستان ترمنځ جګړه د هېڅ لوري په ګټه نه ده

کابل ټکی کام (شنبه، ۷ وږی، ۱۴۰۵ل)
د اسلامي امارت ویاند ذبیحالله مجاهد له «آرټي هند» خبریال رنجون شرما سره په خبرو کې ویلي، افغانستان له پاکستان سره د وروستیو نښتو پیل نه دی کړی، بلکې د افغان خاورې د نقض په غبرګون کې یې له ځانه دفاع کړې ده.
مجاهد ویلي، «له ځانه دفاع زموږ حق دی، خو موږ نه د دې شخړې پیل کوونکي یو او نه غواړو چې دوام وکړي.»
مجاهد ټینګار کړی چې د جګړې دوام د افغانستان او پاکستان د هېڅ لوري په ګټه نه دی، ځکه د دواړو هېوادونو خلک ګډ کلتوري، سوداګریز او جغرافیایي تړاوونه لري او جګړه به د دواړو غاړو خلکو ته زیان ورسوي.



