امیرخان متقي او محمدرضا بهرامي د افغانستان او ایران پر اړیکو او سیمه‌ییز وضعیت خبرې کړي

کابل ټکی کام (سه شنبه، ۱۰ وږی، ۱۴۰۵ل)

د افغانستان د بهرنیو چارو وزیر مولوي امیرخان متقي سره د ایران د بهرنیو چارو وزارت د سویلي اسیا برخې مسؤول محمدرضا بهرامي په لیدنه کې د دواړو هېوادونو پر دوه اړخیزو اړیکو او سیمه‌ییز وضعیت خبرې وکړې.

مولوي متقي د افغانستان او ایران اړیکې مخ پر وده وبللې او ویې ویل، دواړه هېوادونه کولای شي په بېلابېلو برخو کې له شته فرصتونو ګټه واخلي. بل لوري هم د دواړو هېوادونو اړیکې مثبتې وبللې او په بېلابېلو کچو یې د خبرو او اړیکو دوام مهم وباله.

مربوطه مطالب

Back to top button