ذبیح‌الله مجاهد: افغانستان له اروپايي هېوادونو سره د ښو اړیکو غوښتونکی دی

کابل ټکی کام (شنبه، ۱۴ وږی، ۱۴۰۵ل)

د اسلامي امارت ویاند ذبیح‌الله مجاهد وايي، اسلامي امارت د افغانستان د ملي ګټو په پام کې نیولو سره له ټولو هېوادونو، په ځانګړي ډول اروپايي هېوادونو سره د ښو او پراخو اړیکو غوښتونکی دی.

نوموړي ویلي، د افغانستان له ملي ګټو سره سم د متوازنو ډیپلوماټیکو اړیکو پراختیا د اسلامي امارت له مهمو موخو څخه ده.

مجاهد ټینګار کړی چې هغه هېوادونه چې په افغانستان کې یې جګړه کړې، باید د جګړې د وخت تګلارې بدلې کړي او له افغانستان سره خپلې ډیپلوماټیکې اړیکې پراخې کړي.

نوموړي ویلي، د اسلامي امارت هڅه دا ده چې په ډیپلوماټیک ډګر کې د افغانستان ګټې خوندي او له ټولو هېوادونو سره متوازنې اړیکې ولري.

مربوطه مطالب

Back to top button