ابراهیم ذوالفقاري: امریکا د هرمز تنګي د کنټرول ناکامې هڅې کړې دي

کابل ټکی کام (شنبه، ۱۴ وږی، ۱۴۰۵ل)
د ایران د وسلهوالو ځواکونو ویاند برید جنرال “ابراهیم ذوالفقاري” ویلي، چې امریکا څو ځله د هرمز تنګي کنټرول ناکامې هڅې کړې، خو د ایراني ځواکونو له پرېکنده او کلک غبرګون سره مخ شوي دي.
ذوالفقاري ټینګار کړی، چې د ایران ځواکونه د هرمز تنګي د امنیت او ساتنې لپاره بشپړ چمتووالی لري او د هر ډول ګواښ پر وړاندې به قاطع ځواب ورکړي.
د یادونې وړ ده، چې هرمز تنګی د نړۍ له مهمو سمندري لارو څخه ګڼل کېږي او د سیمې د انرژۍ او نړیوالې سوداګرۍ په لېږد کې مهم رول لري.



