یمني ځواکونه: د دښمن د یرغل پر وړاندې بشپړ چمتوالی لرو

کابل ټکی کام (شنبه، ۱۴ وږی، ۱۴۰۵ل)
د یمن «سبأ» خبري اژانس د یوې پوځي سرچینې له قوله ویلي، چې د یمن وسلهوال ځواکونه به د امریکایي، اسرائیلي دښمن او اجیرو ملېشو د بریدونو پر وړاندې چوپ پاتې نه شي او هر ډول تېري ته به مناسب ځواب ورکړي.
سرچینې ویلي، چې الحدیده ولایت کې د یوه ملکي وګړي پر کور برید یو نوی جنایت دی، چې د اجیرو ځواکونو د جنایتونو په اوږده دوسیه کې ورزیاتېږي.
د پوځي سرچینې په وینا، اجیرو ځواکونو د تېرو ۱۲ کلونو پر مهال د یمن د خلکو پر وړاندې زرګونه جنایتونه ترسره کړي دي.
سرچینې زیاته کړې، چې د یمن وسلهوال ځواکونه به د دښمن له لوري د هر ډول پوځي تحرک او ځواکونو راغونډولو پر وړاندې اقدام وکړي، ځکه د دوښمن موخې د یمني ځواکونو لپاره مشروع هدفونه دي او د ځمکنۍ جګړې لپاره د دښمن د چمتووالي د شنډولو په موخه به په نښه شي.
پوځي سرچینې ټینګار کړی، چې اجیرې ملیشې به هېڅکله د یمن د خلکو اراده ماته نه کړای شي. د سرچینې په وینا، د یمن خلک د خپلو مشروع حقونو غوښتنه کوي، چې په کې د محاصرې پای ته رسول، د هوايي ډګرونو او بندرونو پرانیستل، د سوداګرۍ د اسانتیا، د معاشونو ورکړه، د بندیانو خوشې کول او د یمن خلکو پر وړاندې د هر ډول ظلم پای ته رسول شامل دي.



