عبدالملک حوثي: اسلامي نړۍ دې د امریکا د ناوړه سیاستونو په اړه خپل دریځ روښانه کړي

کابل ټکی کام (شنبه، ۱۴ وږی، ۱۴۰۵ل)
د یمن د انصارالله اسلامي غورځنګ مشر “عبدالملک حوثي” ویلي، پر ایران د امریکا روان بریدونه یوازې د ایران پر وړاندې جګړه نه ده، بلکې دا یې د ټول اسلام او مسلمانانو پر وړاندې جګړه او د ټولې اسلامي نړۍ پر ضد یرغل بللی دی.
نوموړي په خپلو څرګندونو کې ویلي، چې امریکا او اسراییل د ایران پر وړاندې د جګړې له لارې هڅه کوي په سیمه او اسلامي هېوادونو کې خپل نفوذ او واک ټینګ کړي.
عبدالملک حوثي ټینګار کړی، چې د ایران پر وړاندې روان یرغل د ټولې سیمې لپاره خطرناک دی او اسلامي امت باید د امریکا او اسراییلو د دښمنانه سیاستونو پر وړاندې خپل دریځ روښانه کړي.
هغه زیاته کړې، چې یمن د ایران تر څنګ ولاړ دی او د روانو یرغلونو پر وړاندې هر ډول چمتووالی لري.

مربوطه مطالب

Back to top button