میرویس عزیزي: د برېښنا تولید ۱۰ زره میګاواټه پروګرام لپاره تخنیکي مطالعات پیلېږي

کابل ټکی کام (شنبه، ۱۴ وږی، ۱۴۰۵ل)
د عزیزي ګروپ مشر میرویس عزیزي وايي، په دوبۍ کې یې د «رون پاور» چینايي شرکت له یو شمېر انجنیرانو او د برېښنا تولید له متخصصینو سره لیدلي دي.
د نوموړي په وینا، دغه تخنیکي ټیم د عزیزي انرژي او رون پاور شرکتونو ترمنځ د شوې هوکړې له مخې ګمارل شوی او ټاکل شوې سبا افغانستان ته سفر وکړي.
عزیزي وايي، تخنیکي متخصصین به په افغانستان کې د ډبرو سکرو له لارې د برېښنا تولید د دستګاوو د جوړولو په اړه ژورې تخنیکي مطالعې ترسره کړي.
نوموړي زیاته کړې چې د ۱۰ زره میګاواټه برېښنا د تولید د ستر پروګرام په اړه یې خپل لیدلوری له متخصصینو سره شریک کړی او خپل ټیم ته یې د دغو مطالعاتو له پایلو څخه د اعظمي ګټې اخیستو سپارښتنه کړې ده.



