د حوثیانو ادعا؛ سعودي کې مو د بالستیک توغندیو او وسلو زیرمې په نښه کړي

کابل ټکی کام (دوشنبه، ۲۳ وږی، ۱۴۰۵ل)
د یمن حوثي ځواکونو ادعا کړې چې د سعودي عربستان په خاوره کې یې د بالستیک توغندیو او وسلو پر زیرمو بریدونه کړي دي.

د حوثیانو پوځي ویاند “جنرال یحیی سریع” ادعا کړې، چې دغه بریدونه د سعودي د وسلو اړوند تاسیساتو باندې ترسره شوي، خو د دغو ادعاوو د کره‌والي په اړه تر اوسه د سعودي چارواکو له لوري رسمي جزئیات نه دي خپاره شوي.

بلخوا، د باب‌المندب تنګي شاوخوا د حوثي ځواکونو د فعالیتونو دوام د سمندري تګ راتګ او د انرژۍ د مهمو لارو د امنیت په اړه اندېښنې زیاتې کړې دي. باب‌المندب د سره سمندرګي او عدن خلیج ترمنځ یوه ستراتیژیکه سمندري لار ده چې د نړیوالې سوداګرۍ او د انرژۍ د لېږد لپاره ځانګړی اهمیت لري.

مربوطه مطالب

Back to top button