امریکا کې د چاقو په برید کې څلور کسان وژل شوي

کابل ټکی کام (دوشنبه، ۲۳ وږی، ۱۴۰۵ل)

د امریکا د لوزیانا ایالت په هیومه ښار کې د چاقو په برید کې څلور کسان وژل شوي او یو ځوان چې سخت ټپي شوی، د درملنې لپاره په چورلکه کې روغتون ته لېږدول شوی دی.

پولیسو ۴۷ کلن کایګن جود سولی د پېښې په تړاو نیولی او تحقیقات یې روان کړي دي.

نوموړی تر دې وړاندې هم په ۲۰۱۹ کال کې په یوه هوټل کې د ۵۹ کلنې ښځې د څو ځله په چاقو وهلو په تور نیول شوی و.

مربوطه مطالب

Back to top button