د امارتي شرکتونو عمومي رئیس د نفت او ګازو تړونونو ترسره کولو په موخه ایران ولاړ

کابل ټکی کام (دوشنبه، ۲۳ وږی، ۱۴۰۵ل)

د امارتي شرکتونو عمومي رئیس مولوي احمد جان بلال ایران ته تللی، څو له ایراني چارواکو سره د نفت او ګازو په برخه کې د تړونونو او د سوداګرۍ د پراختیا په اړه خبرې وکړي.
د دغه ریاست ویاند محمدنبي بهار وايي، مولوي احمد جان بلال به د سفر پر مهال له ایراني چارواکو سره د نفتي توکو د قراردادونو او د سوداګریزو اړیکو د پراختیا په اړه خبرې وکړي.
نوموړی زیاتوي چې افغان پلاوی به له ایراني چارواکو سره په بېلابېلو برخو کې لیدنې ولري؛ خو د سفر د کره نېټې او احتمالي قراردادونو د جزیاتو په اړه یې معلومات نه دي ورکړي.

مربوطه مطالب

Back to top button