حوثي ځواکونه: تر هغه به پر سعودي بریدونه دوام ولري څو پر یمن هوايي بریدونه بند نه شي

کابل ټکی کام (دوشنبه، ۲۳ وږی، ۱۴۰۵ل)
یمن د حوثي حکومت پوځي ویاند “جنرال یحیی سریع” ویلي، تر هغه به د سعودي عربستان پر ضد خپل توغندیزو بریدونو ته دوام ورکړي، څو ریاض د دوی پر مواضعو هوايي بریدونه پای ته ونه رسوي.
حوثیانو ادعا کړې چې د سعودي عربستان په خمیس مشیط کې یې د «ملک خالد» هوايي اډه په نښه کړې ده. د دوی په وینا، سعودي له همدې اډې څخه په یمن کې د حوثیانو پر مواضعو خپل هوايي عملیات تنظیموي.
دا په داسې حال کې ده چې د راپورونو له مخې، سعودي عربستان تېره ورځ د یمن په بېلابېلو سیمو کې د حوثیانو پر مواضعو لسګونه هوايي بریدونه کړي دي.
د راپور له مخې، سره له پراخو هوايي بریدونو، حوثیان لا هم په یمن کې د خپلې ولکې د پراخولو هڅې کوي. دغه ډله په ۲۰۰۴ کال کې د یمن له شمالي صعده ولایت څخه راڅرګنده شوه او په ۲۰۱۴ کال کې یې د پلازمېنې صنعا کنټرول ترلاسه کړ.
راپورونه وايي، حوثیانو د سعودي په مشرۍ د ائتلاف له اوږدمهاله هوايي عملیاتو سره سره له شمالي سیمو څخه تر جنوبي برخو پورې پرمختګ کړی او د بابالمندب تنګي او “المخا” سیمې ته یې خپله ولکه غځولې ده.
د شنونکو په وینا، حوثیان د پټو تحرکاتو، نامنظمې جګړې او له سیمهییزې جغرافیې څخه د استفادې له لارې هڅه کوي چې د هوايي بریدونو اغېز کم کړي.
دوی زیاتوي، که څه هم د حوثیانو ځینې وسلې او پوځي تجمعات د هوايي بریدونو هدف ګرځي، خو تر اوسه دغو بریدونو د دوی د ځمکني پرمختګ د درولو لپاره اغېز نه دی کړی.



