عراقي پوځیانو ۱۶داعشیان ووژل

کابل ټکی کام ۲۸وږی/۱۳۹۴
راپور: انصار
د عراق د کورنیو چارو وزارت خبر ورکړی چې د دوی توپچي قواوو د داعش پر مرکزونو بریدونه کړي دي، او تر ۱۶تنو پورې یې د داعش ډلې وسلوال وژلي دي.
د عراق په انبار ولایت کې د داعش ډلې د وژلو په اړه د (السومریة) ټیلویزون د خبر له مخې چې په ۱۶وژل شویو کسانو کې د داعش ۴تنه مشران هم شته چې د وسلوالو مشري یې په غاړه درلوده.
عراقي نظامي چارواکو د انبار ښار البو مراد سیمه کې د داعشیانو پر مرکزونو د ډزو په یادونې سره ویلي، چې له دوی څخه یې جنګي نقل کوونکي وسیلې هم نیولې ده.



