د مصري حکومت کابینې لوړه وکړه
کابل ټکی کام ۲۸وږی/۱۳۹۴
راپور: انصار
د مصر حکومت چې د څه مودې را پدېخوا پکې د حکومت پر سر او واک لرۍ له امله مظاهرې او مخالفتونه روان وو، د شریف اسماعیل په مشري یې لوړه وکړه.
د مصر کابینې د شریف اسماعیل په مشرۍ د ولسمشر عبدالفتاح السیسي په وفادارۍ لوړې مصري اوسېدونکو کې یو څه د ارام ساه اخیستلو توان پیدا کړ.
په مصر کې د تېرو کلونو مظاهرو او مخالفتونو نا امني دومره زیاته کړې وه چې په نږدې راتلونکي کې د یوې کابینې د جوړېدو او لوړې کول نا شوني وو.
د مصري کابینې لوړه د ابراهیم محلب له استعفاء وروسته وشوه.
په نظر کې نیول شوي وو چې تېره ورځ به دا لوړه وشي، خو د ځينو ستونزو له امله یوه ورځ وځنډېده.



