ایران: د امریکا برید کې همکار هېوادونه به سخت غبرګون سره مخ شي

کابل ټکی کام (دوشنبه، ۳۰ وږی، ۱۴۰۵ل)
د ایران اسلامي جمهوریت د خاتمالانبیا مرکزي قرارګاه “ویاند ابراهیم ذوالفقاري”ویلي، چې امریکا د ځینو سیمهییزو هېوادونو په ملاتړ پر ایران د بیا برید لپاره چمتووالی نیسي.
د ذوالفقاري په وینا، هغه هېوادونه چې د ایران پر وړاندې د امریکا له احتمالي برید سره همکاري وکړي، د ایران د وسلهوالو ځواکونو له سخت غبرګون سره به مخ شي.
ایراني چارواکو امریکا ته خبرداری ورکړی، چې که پر ایران برید وشي، د ایران وسلهوال ځواکونه به په سیمه کې د امریکا ټولې پوځي اډې او په نښه کړي.
د ایران د خاتمالانبیا مرکزي قرارګاه دا څرګندونې په داسې حال کې کوي، چې په سیمه کې د ایران او امریکا ترمنځ د احتمالي پوځي تاوتریخوالي په اړه اندېښنې دوام لري.



