هلمند کې د نشهيي توکو دوه کارخونې له منځه یووړل شوې او ۲۲۰ لیټره شراب ونیول شول

کابل ټکی کام (دوشنبه، ۳۰ وږی، ۱۴۰۵ل)
د هلمند امنیه قوماندانۍ وایي، د نشهيي توکو پر وړاندې د مبارزې ځواکونو د بغني او موسیقلعه ولسوالیو په اړوندو سیمو کې د نشهيي توکو د تولید دوه کارخونې کشف او له ۲ زره او ۸۸۰ کیلوګرامه ومانو، ۴۰۸ کیلوګرامه سوډا او یو شمېر نورو توکو سره یوځای سوځولې دي.
بلخوا، د لښکرګاه ښار د لومړۍ ناحیې په مربوطاتو کې یو تن د ۲۲۰ لیټره الکولي مشروباتو د قاچاق پر مهال نیول شوی دی.
د امنیه قوماندانۍ په وینا، نوموړی به له لومړنیو څېړنو وروسته عدلي او قضایي ارګانونو ته وسپارل شي.



