ذبيح الله مجاهد: پاکستانۍ نظامي کړۍ د خپلو ناکامیو د پټولو لپاره جنایتونه کوي، افغانان به یې مناسب ځواب ورکړي

کابل ټکی کام (دوشنبه، ۳۰ وږی، ۱۴۰۵ل)

د اسلامي امارت ویاند مولوي ذبیح‌الله مجاهد وايي، تېره شپه پاکستاني پوځ یو ځل بیا د افغانستان په کنړ او پکتیکا ولایتونو کې ملکي سیمې بمبار کړې دي.

د نوموړي په وینا، په کنړ کې د دغو بریدونو له امله یوه مېرمن او دوه نارینه شهیدان شوي او دوه مېرمنې او دوه نارینه ټپیان شوي دي.

مجاهد وايي، په پکتیکا کې هم یو کور او یو سیمه‌ییز دوکان بمبار شوي، خو په دې برید کې د ځاني زیان راپور نه دی ورکړل شوی.

د اسلامي امارت ویاند دغه بریدونه «تجاوز او ظلم» بللي او غندلي یې دي. نوموړي ويلي چې پاکستانۍ نظامي کړۍ په خپل هېواد کې د امنیتي ناکامیو د پټولو لپاره دا ډول بریدونه کوي او زیاته کړې یې ده چې افغانان به ورته مناسب ځواب ورکړي.

مربوطه مطالب

Back to top button