پاکستاني الوتکو د پکتیکا پر برمل ولسوالۍ هوایي بریدونه کړي

کابل ټکی کام (دوشنبه، ۳۰ وږی، ۱۴۰۵ل)
د راپور نن سهار شاوخوا څلور بجې د پاکستان پوځي ریژیم جنګي الوتکو د پکتیکا ولایت د برمل ولسوالۍ پر ځینو سیمو هوايي بریدونه کړي دي.
د راپور پر بنسټ، په دغو بریدونو کې د تور کنډي په سیمه کې د فیروز په نوم د یوه ځايي اوسېدونکي خالي دوکان په نښه شوی او په بشپړه توګه ویجاړ شوی دی.
همداراز ویل شوي، چې پاکستاني الوتکو د برمل ولسوالۍ د رخې په سیمه کې د صالح خان په نوم د یوه ځايي اوسېدونکي پر یوه پخواني او خالي کور هم بمبار کړی دی.
د سیمې د اوسېدونکو په وینا، په دغه برید کې یوازې کور ویجاړ شوی او د مرګژوبلې په اړه تر دې دمه معلومات نه دي ورکړل شوي.



