د هرمز تنګي له لارې د تېرېدونکو سوداګریزو بېړیو شمېر ۳۵ څخه ۱۲ ته راکم شوی

کابل ټکی کام (دوشنبه، ۳۰ وږی، ۱۴۰۵ل)

د کپلر شرکت د معلوماتو له مخې، د هرمز تنګي له لارې د روانې اوونۍ په پیل کې یوازې ۱۲ سوداګریزې بېړۍ تېرې شوې دي، په داسې حال کې چې د تېرې اوونۍ په پیل کې دغه شمېر ۳۵ ته رسېده.

د امریکا او ایران ترمنځ د کړکېچ د دوام له امله د دې مهمې سمندري لارې د بېړیو تګ راتګ په بېساري ډول کم شوی دی.

د معلوماتو له مخې، د جګړې له پیل مخکې به هره ورځ شاوخوا ۱۲۵ لویې سوداګریزې بېړۍ، چې د تېلو او ګازو ټانکرونه، بار وړونکې او کانټینري بېړۍ پکې شاملې وې، له هرمز تنګي تېرېدې.

سره له دې، د منځني ختیځ ځینې د تېلو تولیدوونکي لا هم د هغو ټانکرونو له لارې صادرات کوي چې د تعقیب وسایل یې بند کړي وي.

مربوطه مطالب

Back to top button