هرات کې د افغانستان او ترکمنستان ترمنځ د ترانزیټي همکاریو د پراختیا په اړه خبرې شوي

کابل ټکی کام (دوشنبه، ۳۰ وږی، ۱۴۰۵ل)

په هرات کې د افغانستان او ترکمنستان د تخنیکي پلاوو ترمنځ دوه ورځنۍ غونډه پیل شوې، چې د دواړو هېوادونو د ترانسپورټي او ترانزیټي اړیکو د پراختیا په موخه جوړه شوې ده.

په دې غونډه کې د بهرنیو چارو، صنعت او سوداګرۍ او اوسپنې پټلۍ ادارو استازي د افغانستان په پلاوي کې ګډون لري او مشري یې د ترانسپورت او هوايي چلند وزارت کوي.

په غونډه کې به د افغان او ترکمن سوداګرو او موټر چلوونکو لپاره د ویزو د اسانتیا، د لاجوردو ترانزیټي دهلېز د عملي کولو، د دواړو هېوادونو ترمنځ د ترانزیټي وسایطو د تګ راتګ د اسانتیا او نورو ترانسپورټي همکاریو په اړه خبرې وشي.

مربوطه مطالب

Back to top button