د بهرنیو چارو وزارت د پاکستان سفارت شارژدافیر احضار او د هوايي بریدونو په اړه یې احتجاج وکړ

کابل ټکی کام (دوشنبه، ۳۰ وږی، ۱۴۰۵ل)

د بهرنیو چارو وزارت په کابل کې د پاکستان سفارت شارژدافیر احضار کړی او د پاکستاني پوځ له لوري د افغانستان د هوايي حریم د نقض او په کنړ او پکتیکا کې پر ملکي سیمو او تأسیساتو د هوايي بریدونو په اړه یې احتجاج لیک ورته سپارلی دی.
وزارت وايي، دغه بریدونه د افغانستان د ملي حاکمیت او ځمکنۍ بشپړتیا ښکاره نقض دی او په کلکو ټکو یې غندي. اسلامي امارت هغه ادعاوې هم رد کړې چې ګواکې په پاکستان کې وروستۍ امنیتي پېښې د افغانستان له خاورې سرچینه اخلي.
د بهرنیو چارو وزارت ویلي، د دغو ادعاوو پر بنسټ د پوځي اقداماتو توجیه کول د واقعیتونو د تحریف او د عامه افکارو د مغشوشولو هڅه ده او له پاکستانه یې غوښتي چې خپلې امنیتي او سیاسي ستونزې د نورو هېوادونو پر ملامتولو، نه؛ بلکې د واقعي لاملونو په موندلو او حلولو سره هوارې کړي.

مربوطه مطالب

Back to top button