ذبيح الله مجاهد: پاکستان د «مکې تړون» څخه د وتلو لپاره پر افغانستان بریدونه کوي

کابل ټکی کام (پنجشنبه، ۲ تله، ۱۴۰۵ل)

د اسلامي امارت ویاند ذبیح‌الله مجاهد وایي، پاکستان پر افغانستان د وروستیو بریدونو له لارې هڅه کوي له سعودي عربستان او ترکیې سره له «مکې تړون» څخه ځان خلاص کړي او داسې وښيي چې له افغانستان سره په جګړه بوخت دی.

مجاهد په کندهار کې یوې غونډې ته ویلي، پاکستان غواړي په دغو بریدونو سره د خپلو کورنیو ستونزو څخه د خلکو پام واړوي او د سیمې او نړۍ د افکارو د بدلولو هڅه کوي.

نوموړي زیاته کړې، پاکستان د خپلو چارواکو د ناسمو سیاستونو، د پوځي چارواکو د «بدماشۍ» او ناسم تصمیمونو له امله له سیاسي، اقتصادي او ټولنیزې انزوا سره مخ دی؛ خو ټینګار یې کړی چې د پاکستان وروستي بریدونه به بې‌ځوابه پاتې نه شي.

مربوطه مطالب

Back to top button