مزارشریف ښار کې درې نوې امنیتي حوزې جوړې شوې

کابل ټکی کام (پنجشنبه، ۲ تله، ۱۴۰۵ل)

د بلخ ولایت مقام وايي، د اسلامي امارت د مشرتابه له منظورۍ وروسته په مزارشریف ښار کې درې نوې امنیتي حوزې جوړې شوې دي، چې ورسره د ښار د امنیتي حوزو شمېر له ۱۲ څخه ۱۵ ته لوړ شوی دی.

د بلخ ولایت د خبرپاڼې له مخې، د ۱۳مې امنیتي حوزې په محدوده کې بابا شېر او شاوخوا سیمې، د ۱۴مې په محدوده کې شېراباد بندر او څلورلارې او د ۱۵مې په محدوده کې دشت شور او لومړۍ کوڅه شامل دي.

سرچینه وايي، دغه حوزې د امنیت د لا ټینګښت، د خلکو ستونزو ته د پر وخت رسېدنې او د خدماتو د چټکتیا په موخه جوړې شوې دي.

مربوطه مطالب

Back to top button