عراقچي: سیمه کې د یرغلګرو ځواکونو حضور امنیت نه شي رامنځته کولی

کابل ټکی کام (پنجشنبه، ۲ تله، ۱۴۰۵ل)

د ایران اسلامي جمهوریت د بهرنیو چارو وزیر “سید عباس عراقچي” ویلي، چې په سیمه کې د یرغلګرو ځواکونو ځای پر ځای کېدل او د شخړو پراخېدل نه یوازې امنیت نه رامنځته کوي، بلکې د سمندري تګ راتګ امنیت هم له جدي ګواښ سره مخ کوي.

عراقچي د ملګرو ملتونو په عمومي غونډه کې په خپلو څرګندونو کې ټینګار کړی، چې د کښتۍ چلونې امنیت د ساحلي هېوادونو له امنیت څخه جلا نه دی او په سیمه کې هر ډول بې‌ثباتي کولی شي پر سمندري تګ راتګ اغېز وکړي.

نوموړي زیاته کړې، چې د سیمه‌ییزو ننګونو د حل لپاره باید د لرې پرتو قدرتونو له مداخلې پرته د ګاونډیو هېوادونو ترمنځ همکاري رامنځته شي.

عراقچي د «ستراتېژیکې خپلواکۍ» پر اصل ټینګار کړی او ویلي یې دي، چې هېڅ هېواد باید اجازه ور نه کړي، څو له بهرنیو قدرتونو سره یې اړیکې د خپلو ګاونډیو پر وړاندې د تېري او یرغل په وسیله بدلې شي.

مربوطه مطالب

Back to top button