اخوان المسلمین: اسلامي هېوادونه دې له زغم کار واخلي په افغانستان د پاکستان بریدونه خواشینونکي دي

کابل ټکی کام (پنجشنبه، ۲ تله، ۱۴۰۵ل)
د اخوان المسلمین نړیوال اسلامي حرکت ویاند “صهیب مقصود” پر افغانستان د پاکستان د بریدونو په اړه خواشیني څرګنده کړې او له اسلامي هېوادونو یې د زغم او احتیاط غوښتنه کړې ده.
صهیب مقصود ویلي، چې د افغانستان او پاکستان ترمنځ د شخړو د حل لپاره باید له دیپولوماتیکو لارو کار واخیستل شي څو د وضعیت د لا خرابېدو مخه ونیول شي.
نوموړي پر اسلامي هېوادونو غږ کړی، چې د سیمې د ثبات او د شخړو د سولهییز حل لپاره خپل مسؤلیت ادا کړي.



