شي جینپینګ واشنګټن ته ورسېد؛ له ټرمپ سره د ایران او نورو مهمو موضوعاتو په اړه خبرې کوي

کابل ټکی کام (پنجشنبه، ۲ تله، ۱۴۰۵ل)
د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ وایي، له چینایي ولسمشر شي جینپینګ سره په لیدنه کې به د ایران موضوع د خبرو له مهمو مسایلو څخه وي.
ټرمپ د خبریالانو د پوښتنو په ځواب کې ویلي، د ایران ترڅنګ به پر یو شمېر نورو موضوعاتو هم خبرې وکړي او د وضعیت د ښه کېدو په لور د پرمختګ نښې شته.
بلخوا، شي جینپینګ واشنګټن ته له رسېدو وروسته په یوه لیکلي پیغام کې ویلي، چین او امریکا باید د سیالانو پر ځای د یو بل شریکان واوسي.
نوموړي هیله څرګنده کړې چې د دواړو هېوادونو د ګډو هڅو له لارې به د هغه سفر مثبتې پایلې ولري.



