ذبيح الله مجاهد: د پاکستاني پوځ هوايي بریدونه به بې‌ځوابه پاتې نه شي

کابل ټکی کام (پنجشنبه، ۲ تله، ۱۴۰۵ل)

د اسلامي امارت ویاند مولوي ذبیح‌الله مجاهد وايي، تېره شپه د تلې په ۲مه د پاکستاني پوځي رژيم له لوري پر کندهار، پکتیا او خوست ولایتونو هوايي بریدونه شوي، چې په پایله کې یې څلور ملکي افغانان شهیدان شوي دي.

نوموړي دغه بریدونه د افغانستان پر خاوره ښکاره تجاوز او د ټولو اصولو خلاف عمل بللی او په کلکو ټکو یې غندلي دي.

مجاهد ویلي، اسلامي امارت به د دغو بریدونو پر وړاندې پرېکنده دریځ ونیسي او مناسب ځواب به ورکړي.

نوموړي زیاته کړې، پاکستاني پوځي کړیو تر بریدونو مخکې له افغانستانه د پاکستان پر لوري د بې‌پیلوټه الوتکو د اوښتو ادعا کړې وه، خو د هغه په وینا، د خپلو داخلي ستونزو د توجیه لپاره پر افغان خاوره هوايي بریدونه ترسره شوي دي.

مربوطه مطالب

Back to top button