یمني فعالانو پر افغانستان د پاکستان د تېرې شپې بریدونه د یوه خپلواک هېواد پر وړاندې ښکاره تېری بللی

کابل ټکی کام (پنجشنبه، ۲ تله، ۱۴۰۵ل)
د یمن د ټولنیزو رسنیو ګڼو فعالانو پر افغانستان د پاکستان د تېرې شپې بریدونه غندلي او د یوه خپلواک هېواد پر وړاندې یې ښکاره تېری بللی دی.
دوی ویلي، چې د افغانستان پر خاوره د پاکستان پوځي بریدونه د هېوادونو د حاکمیت او ځمکنۍ بشپړتیا له اصولو سره په ټکر کې دي.
یمني فعالانو د افغانستان پر وړاندې د پوځي اقداماتو په اړه اندېښنه څرګنده کړې او ټینګار یې کړی، چې د هېوادونو ترمنځ شخړې باید د خبرو اترو او سولهییزو لارو حل شي.
دوی پر نړیوالې ټولنې او اسلامي هېوادونو غږ کړی، چې د افغانستان د حاکمیت د نقض پر وړاندې خپل دریځ څرګند کړي او د ملکي وګړو د خوندیتوب لپاره اړین اقدامات وکړي.



