ایران: که امریکا پوځي فشارونه کم کړي، هرمز تنګی په ۷ ورځو کې پرانیستلای شو

کابل ټکی کام (پنجشنبه، ۲ تله، ۱۴۰۵ل)
ایراني چارواکي وایي، تهران د امریکا هغه ځواب ارزوي چې د پوځي نښتو د پای ته رسولو په اړه یې د ایران وړاندیز ته وړاندې کړی، خو لا هم د دواړو لورو ترمنځ د نظرونو مهم اختلافات شته.
د ایران د بهرنیو چارو وزارت ویاند اسماعیل بقایي ویلي، د قطر په منځګړیتوب له امریکا سره دوه ساعته د پیغامونو تبادله شوې او ایران خپل شرایط امریکایي لوري ته رسولي دي.
د بقایي په وینا، د ایران په شرایطو کې د امریکا د پوځي اقداماتو او محاصرې پای ته رسول، د جګړې درول، د ایران د کنګل شویو شتمنیو ازادول او د هرمز تنګي د کښتۍچلونې په اړه د عمان له تړون سره سم د تګ راتګ منل شامل دي.
رویټرز هم د یوه ایراني چارواکي له قوله ویلي چې د هرمز تنګي بیا پرانیستل او د ایران پر بندرونو د امریکا د سمندري محاصرې پای ته رسول د وروستیو غیرمستقیمو خبرو له مهمو موضوعاتو وو.
د جاپان کیودو خبري اژانس د یوه ایراني چارواکي له قوله راپور ورکړی چې تهران چمتو دی، که امریکا لومړني پوځي فشارونه کم کړي، هرمز تنګی په اوو ورځو کې بېرته پرانیزي او خبرو ته ستنیږي.
ایراني چارواکي وایي، د ملګرو ملتونو د عمومي اسمبلۍ د روانو غونډو په څنډه کې له منځګړو هېوادونو سره د خبرو له لارې د یوه دایمي توافق د ترلاسه کولو هڅې هم روانې دي.



