ولسمشر پوتین: نړۍ د ایراني ولس مقاومت او زړورتیا حیرانه کړه

کابل ټکی کام (یکشنبه، ۱۲ تله، ۱۴۰۵ل)

د روسیې ولسمشر “ولادیمیر پوتین” ویلي، چې ټوله نړۍ د ایراني ولس د مقاومت، زړورتیا او مېړانې ته په ډېر دقت سره ګوري او له دې دریځه حیرانه شوې ده.

پارس ټوډې د تسنیم خبري اژانس په حواله راپور ورکړی، چې پوتین دا څرګندونې د «والدای» نړیوالو بحثونو کلب د ۲۳مې عمومي غونډې پر مهال کړې دي.

پوتین ویلي، طبیعي ده چې ټوله نړۍ د ایران په شاوخوا کې روان وضعیت له نږدې څاري او د ایران د خلکو مقاومت او زړورتیا، د دغه هېواد د حکومت د لوړو چارواکو دریځ، وسله‌والو ځواکونو او د اسلامي انقلاب د سپاه پاسداران رول د پام وړ دی.

د روسیې ولسمشر زیاته کړې، چې د ایران اوسنی مقاومت کولای شي د نوي نړیوال نظم د جوړېدو لپاره یوه بېلګه وي.

پوتین همداراز د بریکس ډلې په اړه ویلي، چې دغه سازمان د نړۍ د راتلونکي نظم د جوړېدو لپاره د یوه مهم ماډل په توګه مطرح کېدای شي.

د نوموړي په وینا، بریکس اوس د نړۍ نږدې نیمایي نفوس رانغاړي او په نړیوال اقتصاد کې یې ونډه هم په پرله‌پسې ډول د زیاتېدو په حال کې ده.

پوتین ټینګار کړی چې د بریکس د جوړېدو او فعالیت تر ټولو مهم اصل د غړو هېوادونو برابري ده او په دغه ډله کې د کوم هېواد د سلطې لپاره ځای نشته.

مربوطه مطالب

Back to top button