عراقچي: امریکا او اسرائیل د خبرو د سبوتاژ هڅه کوي

کابل ټکی کام (یکشنبه، ۱۲ تله، ۱۴۰۵ل)
د ایران د بهرنیو چارو وزیر “سید عباس عراقچي” ویلي، چې امریکا او اسرائیل هڅه کوي د ایران او لویدیځ ترمنځ خبرې سبوتاژ کړي.

عراقچي زیاته کړې، چې د خبرو اترو د بهیر د ناکامولو لپاره د امریکا او اسرائیلو فشارونه او لاسوهنې دوام لري، خو ایران به د خپلو ملي ګټو او حقونو له دفاع څخه لاس وانخلي.

د نوموړي په وینا، ایران د خبرو لپاره چمتو دی، خو دا خبرې باید د متقابل درناوي، برابرۍ او د فشار له هر ډول هڅې پرته ترسره شي.

عراقچي ټینګار کړی، چې د ایران پر وړاندې ګواښونه او د خبرو د سبوتاژ هڅې به د تهران پر دریځ اغېز ونه کړي.

هغه ویلي، چې د ایران د اټومي پروګرام په اړه هر ډول هوکړه باید د ایران د سوله‌ییزو اټومي حقونو درناوی تضمین کړي او د هېواد امنیتي او ملي ګټې پکې خوندي وي.

مربوطه مطالب

Back to top button