د یمن جګړه؛ حوثي ځواکونو د ستراتیژیک مأرب ولایت ګڼې سیمې نیولي

کابل ټکی کام (یکشنبه، ۱۲ تله، ۱۴۰۵ل)
د یمن په ستراتیژیک مأرب ولایت کې د حوثي ځواکونو او د سعودي له ملاتړه د برخمنو یاغیانو ترمنځ سختې نښتې روانې دي.

د راپورونو له مخې، حوثي ځواکونو د مأرب په جنوبي سیمو، په ځانګړي ډول د حریب او الجوبه سیمو کې پرمختګونه کړی، په داسې حال کې چې وسله وال مخالفین یې د رغوان، صرواح، الجوبه او حریب په جبهاتو کې مقاومت کوي.

وروستي راپورونه ښيي چې د مأرب جګړه لا هم روانه ده او دواړه لوري د مهمو پوځي موقعیتونو د کنټرول لپاره هڅې کوي. د مأرب ولایت ستراتیژیک اهمیت د دې له امله زیات دی چې د یمن د انرژۍ له مهمو سرچینو څخه ګڼل کېږي.

مربوطه مطالب

Back to top button