مسکو کې د افغانستان سفیر د شمالي قفقاز نړیوال فورم کې وینا وکړه

کابل ټکی کام (يکشنبه، ۱۲ تله، ۱۴۰۵ل)
په مسکو کې د افغانستان سفیر مولوي ګل حسن حسن د «شمالي قفقاز د خبرو اترو، دودونو او پرمختګ لپاره فضا» په نړیوال فورم کې ګډون او وینا کړې ده.
نوموړي په خپله وینا کې د افغانستان او سیمې ترمنځ د متقابل درناوي، خبرو اترو، اقتصادي همکاریو او ګډ پرمختګ پر اهمیت ټینګار کړی دی.
مولوي ګل حسن حسن د فورم په څنډه کې د ستاوروپول سیمې د اقتصادي پراختیا له وزیر انتون بوریسوویچ دورونین سره هم لیدلي او د سوداګرۍ، پانګونې او اقتصادي همکاریو د پراختیا په اړه یې خبرې کړې دي.
نوموړي له یو شمېر افغان سوداګرو او د افغان ټولنې له مشرانو سره هم کتلي، د هغوی ستونزې او وړاندیزونه یې اورېدلي او د سفارت له لوري یې د هر اړخیزې همکارۍ ډاډ ورکړی دی.



