عراقچي: هېڅ حکومت نه شي کولای د نورو امنیت خوندي کړي

کابل ټکی کام (دوشنبه، ۲۷ تله، ۱۴۰۵ل)
د ایران د بهرنیو چارو وزیر “سید عباس عراقچي” ویلي، هېڅ حکومت نه شي کولای د نورو د امنیت په بیه دوامداره امنیت رامنځته کړي او د سیمې ستونزې باید د سیمې هېوادونه پخپله حل کړي.

د پارس ټوډې د راپور له مخې، عراقچي دغه څرګندونې د شنبې په ورځ په بغداد کې د اسلامي همکاریو سازمان د بهرنیو چارو وزیرانو په ۵۲مه غونډه کې کړې دي.

عراقچي ویلي، د اسلامي همکاریو سازمان د اسلامي امت د ګډ غږ، د همبستګۍ او همکارۍ د پیاوړتیا او د ګډو ګټو د دفاع لپاره جوړ شوی دی.

نوموړي زیاته کړې، د دغه سازمان منشور د دولتونو پر خپلواکۍ، د ځمکنۍ بشپړتیا پر درناوي، په کورنیو چارو کې پر نه لاسوهنې، د اختلافاتو پر سوله‌ییز حل او له ګواښ او زور کارولو څخه پر ډډه کولو ولاړ دی.

د ایران د بهرنیو چارو وزیر ټینګار کړی، چې هېواد یې نړیوالو قوانینو او د ملګرو ملتونو منشور ته ژمن دی او پر ډیپلوماسۍ باور لري.

هغه ویلي، ایران په تېرو دوو کلونو کې هم د ډیپلوماسۍ تعقیب ته دوام ورکړی دی.

مربوطه مطالب

Back to top button