امریکا په منځني ختیځ کې خپلو اتباعو ته د امنیتي ګواښونو خبرداری ورکړ

کابل ټکی کام (دوشنبه، ۲۷ میزان ۱۴۰۵):
د عراق لپاره د امریکا سفارت په منځني ختیځ کې مېشتو امریکايي اتباعو ته خبرداری ورکړی، چې د امنیتي وضعیت د خرابېدو له امله ښايي الوتنې لغوه، هوايي حریم وتړل شي او د سفرونو په بهیر کې ګډوډي رامنځته شي.
سفارت ویلي، د ایران په ملاتړ د حوثیانو بریدونو په سعودي عربستان کې ملکي مرګژوبله اړولې او د سفرونو بهیر یې سخت اغېزمن کړی دی.
سفارت خبرداری ورکړی، چې ښايي جګړهییز اقدامات په چټکۍ پراخ شي او ایران او ملاتړې ډلې یې د نړۍ په بېلابېلو سیمو کې د امریکا پر ګټو او اتباعو بریدونه وکړي.
سفارت له امریکایانو غوښتي، چې له لاریونونو او لویو غونډو ډډه وکړي او د بېړنیو حالاتو لپاره د سفر بدیل پلانونه چمتو کړي.



