افغاني سرې میاشتې د ځانګړې اونۍ پرانیسته وکړه؛ سږ کال یې د ۱.۸ میلیارده افغانیو مرستې وېشلي

کابل ټکی کام (يکشنبه، ۲۶ میزان ۱۴۰۵):

په کابل کې د افغاني سرې میاشتې د ځانګړې اونۍ د پرانیستې غونډه ترسره شوه، چې پر مهال یې د دې ټولنې عمومي رئیس ښاغلي شهاب‌الدین دلاور وویل، چې افغاني سرې میاشتې د روان کال په ترڅ کې اړمنو، طبیعي پېښو ځپلو او راستنو شویو هېوادوالو ته د ۱.۸ میلیارده افغانیو په ارزښت مرستې وېشلې دي.

نوموړي زیاته کړه، چې دغه ټولنه په ۳۴ ولایتونو کې د خپلو سیمه‌ییزو دفترونو له لارې بشري خدمتونه وړاندې کوي.

په غونډه کې د ریاست‌الوزرا اقتصادي مرستیال مولوي عبدالغني برادر او یو شمېر نورو چارواکو او نړیوالو بشري شریکانو ګډون کړی و او له شتمنو هېوادوالو، سوداګرو او خیریه بنسټونو څخه وغوښتل شول، چې د اړمنو کورنیو لاسنیوی وکړي.

د غونډې په پای کې د افغاني سرې میاشتې او په افغانستان کې د سره صلیب نړیوالې کمېټې ترمنځ د راتلونکو درېیو کلونو لپاره د همکارۍ مشارکتي تړون هم لاسلیک شو.

مربوطه مطالب

Back to top button