پکتیکا کې د ۸۷ میلیونه افغانیو په لګښت عمومي روغتون جوړېږي

کابل ټکی کام (يکشنبه، ۲۶ میزان ۱۴۰۵):

د ریاست‌الوزراء اقتصادي معاونیت وايي، د پکتیکا ولایت په ارګون ولسوالۍ کې د شاوخوا ۸۷ میلیونه افغانیو په لګښت د یوه عمومي روغتون د جوړولو پروژه منظور شوې ده.

د یاد معاونیت په وینا، دغه روغتون به پر شپږ جریبه ځمکه جوړ شي، د جوړېدو چارې به یې په ۱۸ میاشتو کې بشپړې او لګښت به یې د افغانستان اسلامي امارت له بودیجې ورکړل شي.

سرچینه زیاتوي، چې دغه پروژه د ریاست‌الوزراء د اقتصادي مرستیال په مشرۍ د تدارکاتو کمېسیون په وروستۍ غونډه کې منظور شوې ده.

مربوطه مطالب

Back to top button