متقي د یوناما له مشرې سره د کډوالو، بشري مرستو او پراختیايي پروژو په اړه خبرې کړې دي

کابل ټکی کام (یکشنبه، ۲۶ تله، ۱۴۰۵ل )
د اسلامي امارت د بهرنیو چارو وزیر مولوي امیرخان متقي د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د سرمنشي له نوې ځانګړې استازې او د یوناما له مشرې، رباب فاطمې، سره لیدلي دي.

د بهرنیو چارو وزارت د خبرپاڼې له مخې، په دې لیدنه کې د افغانستان او ملګرو ملتونو ترمنځ د همکاریو پر پراختیا، د راستنېدونکو افغان کډوالو پر بشري اړتیاوو او د مرستو پر اغېزمن تنظیم خبرې شوې دي.

سرچینه زیاتوي، دواړو لورو د بشري مرستو او اقتصادي فعالیتونو د سیاسي موضوعاتو څخه پر جلا ساتلو، د پراختیايي او زیربنايي پروژو د ملاتړ پر زیاتوالي او د اقلیمي بدلونونو او اوبو په برخو کې د افغانستان د ننګونو د حل لپاره د همکاریو پر پراختیا ټینګار کړی دی.

د خبرپاڼې له مخې، په لیدنه کې د افغانستان په اړه د ملګرو ملتونو د راپورونو د کره‌والي او متوازن انعکاس، له افغان ادارو سره د همغږۍ او د دوحې پروسې په چوکاټ کې د خصوصي سکتور د ملاتړ او له نشه‌يي توکو سره د مبارزې د کاري ډلو پر فعالیتونو هم خبرې شوې دي.

د بهرنیو چارو وزارت ویلي، په پای کې دواړو لورو د افغانستان او ملګرو ملتونو ترمنځ د متقابل تفاهم، رغنده تعامل او همکاریو پر لا پیاوړتیا ټینګار کړی دی.

مربوطه مطالب

Back to top button