د یحیی سنوار د شهادت دویم تلین؛ عبدالملک حوثي- د فلسطین جګړه د ټول امت جګړه ده

کابل ټکی کام (یکشنبه، ۲۶ تله، ۱۴۰۵ل)
د یمن د انصارالله اسلامي غورځنګ مشر “سید بدرالدین عبدالملک حوثي” د فلسطین د اسلامي مقاومت حرکت حماس د سیاسي دفتر پخواني مشر او شهید قوماندان یحیی سنوار د شهادت د دویم تلین په مناسبت خپاره کړي پیغام کې یوځل بیا د فلسطین له خلکو او مقاومت څخه د یمن پر دوامدار ملاتړ ټینګار کړی دی.
حوثي په خپل پیغام کې، چې د ویلي چې د یمن دریځ د فلسطین په اړه «دیني، بشري او د ورورولۍ» دریځ دی او په وینا یې، دغه ملاتړ به لا پراخ او پیاوړی شي.
هغه فلسطیني ولس ته په خطاب کې د «طوفان الاقصی» عملیاتو یادونه کړې او ویلي یې دي چې حماس او د القسام لوا د اسلامي امت د جهاد او د فلسطین د دفاع بیرغ پورته کړی دی.
د انصارالله مشر زیاته کړې چې فلسطینیان، د حماس او القسام په مشرۍ مقاومت کوونکي او په الاقصی جومات کې مرابطین د داسې جګړې مسوولیت ترسره کوي چې د ټول اسلامي امت له مسوولیت سره تړاو لري.
حوثي د ډېرو حکومتونو پر «تخاذل» هم خواشیني څرګنده کړې، خو ویلي یې دي چې یمن به د فلسطین د ملاتړ لپاره خپل ټول توان وکاروي.
هغه همداراز ویلي چې د یمن ځواکونو د خپلو وړتیاوو د پراختیا لپاره هڅې کړې دي، څو د اسرائیلو پر وړاندې د عملیاتو ساحه پراخه کړي. نوموړي د سره سمندر، عدن خلیج، باب المندب او عربي سمندر کې د یمن د سمندري عملیاتو یادونه هم کړې او د دغو عملیاتو د پراختیا خبر یې ورکړی دی.
عبدالملک حوثي ادعا کړې چې د غزې د ملاتړ په موخه د یمن په بېلابېلو ولایتونو کې هره اوونۍ پراخې ولسي مظاهرې ترسره کېږي او یمن له امریکا او بریتانیا سره هم په مستقیمه جګړه کې دی.
د پیغام په پای کې نوموړي فلسطیني ولس ته په خطاب کې ویلي چې د یمن دریځ به د فشارونو له امله بدل نه شي او د فلسطین له مقاومت سره به یې ملاتړ دوام ولري.



