یحیی سریع: په یمن کې مو د سعودي عربستان یوه بله بېپیلوټه الوتکه نسکوره کړې

کابل ټکی کام (يکشنبه، ۲۶ میزان ۱۴۰۵):
د یمن د حوثیانو پوځي ویاند یحیی سریع ادعا کړې، چې د دغه ډلې ځواکونو د یمن په حجه ولایت کې د سعودي عربستان یوه «کارایل» ډوله بېپیلوټه الوتکه نسکوره کړې ده.
د سریع په وینا، دا څلورمه بېپیلوټه الوتکه ده، چې د وروستیو ترینګلتیاوو له زیاتېدو راهیسې نسکورېږي.
هغه زیاته کړې، چې د حوثیانو د معلوماتو له مخې، د یمن هوايي حریم ته له ننوتلو راهیسې د سعودي عربستان اووه بېپیلوټه الوتکې نسکورې شوې دي.



